زموږ په اړه
سنټیک دټکنالوژی خدماتی شرکت
روښانه کور، روښانه ژوند
۲۴ ساعته برېښنا د هر کور لپاره
له مناسبې بیې، اوږد مهاله تضمین او خدماتو سره
په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ اوسنی وضعیت
- په ننۍ نړۍ کې، برېښنا د خلکو په ژوند کې حیاتی رول لری
- له بده مرغه چې افغانستان د برېښنا له کمښت سره مخ دی. د هیواد له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا تولید یوازې سلګونه میګاواټه دی او پاتې برېښنا د ګاونډیو هیوادونو څخه را واردېږی.
- افغانستان یو لمرین هیواد دی چې په کال کې له 300 څخه زیاتې لمریزی ورځې لری او د لمریزې انرژۍ لپاره ډېر مناسب دی.
- همدارنګه، د لمریزې انرژۍ ټکنالوژی ډېر پرمختګ کړی دی او په نړیواله کچه د دې په کارونې کې ډیر زیاتوالی راغلی دی چې د لمریز پنلونو او لیتیم بیټرۍ قیمتونو کې د پام وړ کمښت راوستی دی.
- په همدې سبب لمریزه انرژۍ د افغانستان لپاره د انرژۍ د تأمین یوه باوری او عملی حل لار ګڼل کېږی.
- خو متاسفانه، اکثراً وړاندې شوی حللارې غیر مسلکی او د ضمانت او خدمتونو پرته دی.
- سن تیک شرکت لومړی برنډ دی چې هدف یې د کورونو، سوداګریزو مرکزونو او صنعتی فابریکو لپاره د انرژۍ د باور وړ سیستمونو د اوږد مهاله ګارنتۍ او د خرڅلاو وروسته خدماتو سره وړاندې کول دی.
سنټیک په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د انقلاب پیل
ډاډمنه انرژی
سنټیک په افغانستان کې لومړی شرکت دی چې د لمریزې انرژۍ پیاوړی او د لوړ کیفیت سیسټمونه وړاندې کوی چې د اوږد عمر لپاره ډیزاین او تولید شوی دی.
ځواکمنې حل لاری
سنټیک په افغانستان کې لومړی شرکت دی چې د خپلو ټولو محصولاتو لپاره د ۱۰ کلونو تضمین او د پلور وروسته خدمتونه وړاندې کوی.
د پام وړ تخصص
سنټیک په افغانستان کې لومړی شرکت دی چې د تجربه لرونکو مسلکیانو او کارپوهانو لخوا تاسیس شوی، څو د لمریزې انرژۍ باوری سیسټمونه په هر اندازه یا پیمانه چمتو کړی.
رښتینولی او روڼتیا
موږ به تل د خپلو محصولاتو د وړتیاو ، لګښتونو او مهالویشونو په اړه حقیقت ووایو. موږ به تل هغه څه ترسره کړو چې موږ یې ژمنه کوو.
په برېښنا بېلونو کې سپما
موږ به تاسو ته ۲۴ ساعته باوری لمریزه برېښنا چمتو کړو چې تر ۲۵ کلونو پورې به ستاسو د برېښنا په بېلونو کې لویه سپما راولی.
مسلکی او تخنیکی کاری ټیم
- د سن تیک مسلکی ټیم له 10 کلونو څخه د زیاتې تجربې په لرلو، له ملی او نړیوالو ادارو سره ګڼ شمېر بریالی سولری پروژې په ټول افغانستان کې تطبیق کړی دی.
- یادې پروژې له 1.6 کیلو واټه د استوګنیزو کورونو لپاره، تر 250 کیلو واټه د سوداګریزو ځایونو لپاره د لیتیم بیټرۍ له ذخیرې سره، تطبیق شوې دی.
- د سن تیک ټیم دا وړتیا لری چې تر څو میګاواټه پورې پروژې ډیزاین، تطبیق او ګټې اخیستنې ته وسپاری.
انجنیران
0
لوژستیک
0
تخنیکی کارکونکی
0
مارکیټینګ (کابل)
0
مالی
0
مارکیټینګ (ولاینی)
0