انصاری څلورلاری، لومړی سرک، مدینه پلازا، شهرنو، کابل - افغانستان

  +93 (0) 74 484 6622

محترم امیرزی سنگین

لومړنی ژوند او زده کړه

امیرزی سنګین د امیرګل ګلشاخیل زوی په ۱۹۴۹ میلادی کال د جون په شپږمه د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. سنګین لومړنۍ زده کړې په ارګون کې او ثانوی زده کړې یې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې کړې دی. هغه د افغانستان د مخابراتو د تربیوی مرکز TTC  څخه فارغ شوی او د ۱۹۶۹ کال په اګست میاشت کې لندن ته ورسید، هلته یې شپږ کاله زده کړه وکړه، او د جنوبی لندن کالج څخه یې د الکترونیک او مخابراتو په برخه کې د انجینرۍ سند ترلاسه کړ.

سنګین په دری، پښتو، انګلیسی او سویډنی ژبو خبرې کوی

مسلک

هغه له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۸ پورې د مخابرات په تربیوی مرکز کې ښوونکی و او له ۱۹۷۸ څخه تر ۱۹۸۰ پورې یې د همدغه مرکز د رییس په توګه دنده ترسره کړې

سنګین د ۱۹۷۹ کال په ډسمبر کې پر افغانستان د شوروی له یرغل وروسته د ۱۹۸۰ کال په جون کې په سویډن کې پناه واخیسته او له خپلې کورنۍ سره د سویډن په مالمو کې اوسېده

په ۱۹۸۲ کې سنګین د سویډن ټیلی کام سره یوځای شو. هغه له ۱۹۸۲ څخه تر ۱۹۸۵ پورې په سعودی عربستان کې د پاچا خالد نړیوال هوایی ډګر د مخابراتی پروژې د ټیم د غړی په توګه کار کړی او بیا د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په سویډن کې د ګرځنده شبکو په ډیزاین، پراختیا او تطبیق کې دخیل و. سنګین د سویډن د ټیلیا انټرنیشنل بنسټ ایښودونکی غړی و، سنګین په نړیوالو داوطلبیوکې د جوازونو په ترلاسه کولو کې مخکښ و، په استونیا، لاتویا، روسیه، هنګری، ایټالیا، نمیبیا او هند کې یې له ۱۹۹۰ څخه تر کال ۲۰۰۰ پورې د جی اس ام  ۸ جوازونه ترلاسه کړی او په دغو هیوادونو کې یې خورا بریالی شرکتونو رامنځته کړی او په همدغو شرکتونو کې یې لوړ پوړو مدیریت پوسټونه ترسره کړی.

د کال ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې پیښې وروسته کله چی افغانستان ته راستون شو، سنګین په پیل کې دمخابراتو د وزارت او د افغان بیسیم شرکت انجینرانو ته روزنه ورکړه. هغه په کال ۲۰۰۲ کې د GSM جواز لپاره د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت  د ارزونې کمیټې مشری وکړه او کال ۲۰۰۳ په فبروری کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت لوړ پوړی سلاکار شو

سنګین د ۲۰۰۴ کال د جولای په میاشت کې د افغان ټیلیکام د اجراییوی رییس په توګه وټاکل شو. د رییس په توګه یې د افغان ټیلیکام د ادارې په جوړولو کې د نویو پروسو او طرزالعملونو په جوړولو او د اړیکو د ښه کولو په برخه کې کار وکړ

سنګین د ۲۰۰۴ کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د وزیر په توګه وګمارل شو او د ۲۰۱۴ کال تر ډسمبر پورې ۱۰ کاله په دې دنده کې و، چې په دې موده کې د ښاغلی سنګین په رهبرۍ کې د مخابراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ وشو. د مخابراتو سکتور تر ټولو لویه بهرنۍ مستقیمه پانګه اچونه راجلب کړه چې مجموعه یې له ۲ ملیارد ډالرو څخه زیاته وه او د ۲۰۰ ملیون ډالرو څخه ډیر خزانې ته یې کلنی عاید وه. د مخابراتو سکتور له۱۴۰ زرو څخه زیاتې د ډیر ښه معاش لرونکی دندې رامینځته کړې. د مخابراتی خدماتو پوښښ د نفوس ۸۵٪ ته رسیدلی وه او په هیواد کې د ۲۲ ملیون څخه ډیر تلیفون کارونکی شتون درلود. د براډ بانډ ډیجیټل شبکې، DSL، ۳ جی او Wimax  شبکې په لویو ښارونو کې پلی شوی او د ۲۰۱۴ تر پایه پورې د نفوس 50٪ ته رسیدلی وې.

د سنګین د وزارت په دوره کی د هېواد ډېرې برخې او همدارنګه ګاونډیان د نوری فایبر له لارې وصل شول.

د سنګین د رهبرۍ او زیار په ترڅ کې، له سترو ننګونو سره سره، د معلوماتو ملی مرکز او د الکترونیکی تذکرو سیستم جوړ شو او نن سبا ټولو هېوادوالو ته برېښنایی تذکرې ورکول کېږی. دا د راتلونکی ډیجیټل خدماتو او بریښنایی حکومتدارۍ لپاره لاره هواروی

د لوړو زده کړو د اطلاعاتو او مخابراتو د ټکنالوجۍ انسټیټیوټ جوړ شو چې هر کال د ۴۰ تر ۵۰ پورې ځوانان د لیسانس په کچه فارغوی چې د هیواد په پرمختګ کې مهم رول لوبوی.

سنګین د “زه او مخابراتو” په نوم د کتاب لیکوال دی چې د ۲۰۲۱ کال په جون کې د افغانستان په دواړو رسمی ژبو پښتو او دری کې خپور شو.

سنګین په افغانستان کې د مخابراتی خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د یوه خورا ګټور دولتی افغان ټیلیکام شرکت او د سلام د ګرځنده خدماتو شبکه جوړ کړل.

سنګین د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د وزیر په توګه د امریکا دICF  څخه د ۲۰۰۶ کال دلرلید جایزه او د GSM ټولنې لخوا د اسپانیا په بارسلونا کې په کال ۲۰۱۱ د حکومت د رهبرۍ معتبره جایزه ترلاسه کړه.

©  د سایټ ټول حقونه د سن‌تیک ټیکنالوژۍ خدماتو شرکت پورې اړه لري. طراحی  Designing House