د سنتیک محصولات

د سولری سیسټمونو بشپړه کڅوړه
- د لوړ کیفیت لرونکې بشپړه کڅوړه
- یو فاز سیسټمونه
- مډرن او زړه را ښکوونکی ډیزاین، هر ډول چاپېریال سره برابر
- د اسانه پراخېدو او انکشاف وړتیا
- د اوږد مهاله او پایدار عمر لپاره طرح شوی
- اوږد مهاله ګارنتۍ (ورانټی): د سولر انورټر لپاره ۵ کاله، د لیتیم بیټرۍ لپاره ۱۰ کاله، او د لمریز پنلونو لپاره ۳۰ کاله.

سولری انورټر
- د کوچنیو او منځنیو مقیاسونو لپاره سن تیک درې فازه لمریزې انرژۍ سیستمونه وړاندې کوی، چې د سوداګریزو او صنعتی کارونې لپاره مناسب دی.
- انورټرونه د ۱۰ کیلو واټه څخه تر ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت پورې موجود دی.
- دغه سیستمونه کولای شی له لیتیم بیټرۍ سره یا پرته له هغې وړاندې شی.
- یاد سیستمونه کولای شی د ډېرو روغتونونو، سوداګریز مرکزونو، سوپرمارکیټونو، اپارتمانونو، لفټونو او کوچنیو او منځنیو فابریکو اړتیاوې پوره کړی.

لیتیوم بیټری
- سن تیک د سوداګریزو او صنعتی سکتورونو لپاره د کوچنیو او منځنیو مقیاسونو د انرژۍ د زېرمې لپاره د لوړ کیفیت بیټرۍ څخه کار اخلی، چې د CATL سلول څخه جوړې شوی دی.
- CATL د نړۍ تر ټولو لوی تولیدوونکی شرکت دی د لیتیم بیټرۍ سلولونو په برخه کی فعالیت کوی.
- د CATL سلول تر 8000 چارج سایکلونو وړتیا لری، چې تمه شوې عمر یې له 15 تر 20 کلونو پورې دی.
- سن تیک یادو بیټریو لپاره 20 کلنه رسمی ګارنتی وړاندې کوی.

سولری پنلونه
- د سلولر پنلونو په برخه کی سن تیک له ینکا سولر سره مشارکت لری.
- تینکا سولر یو المانی شرکت دی چې په لوړ کیفیت سولر پنلونه تولیدوی.
- تینکا سولر TOPCon تکنالوژۍ پربنسټ پنلونه تولیدوی چې تر 23.41% پورې مثمریت (ګټه اخیستنه) لری.
- یاد سولر پنلونه 30 کلنه د محصول ګارنتی او 30 کلنه د فعالیت ګارنتی لری، چې د 87.4 فیصد د کاری وړتیا تضمینوی.
- سن تیک د دغو سولر پنلونو لپاره 30 کلنه ورانتی د 87.5 فیصد تولیدی ظرفیت سره وړاندې کوی.
بشپړې شوې پروژې:
استوګنیز سیسټمونه:
- د 310 پروژو تطبیق له 1.6 کیلو واټه څخه تر 30 کیلو واټه پورې، د لیتیم بیټرۍ ذخیرې سره، د استوګنیزو کورونو لپاره.
استوګنیز سیسټمونه:
- د ملګرو ملتونو د ښځو ملاتړ ادارې (UN Women) لپاره 12 کیلو واټه سولری سیسټم له بیټرۍ سره.
- د قرغې ماڼۍ لپاره 45 کیلو واټه سولری سیسټم، د 90 کیلو واټه فی ساعت له بیټرۍ سره.
- د دنمارک کډوالو شورا (DRC) لپاره 60 کیلو واټه سیسټم له بیټرۍ سره.
- د آغاخان بنسټ (AKF) لپاره 30 کیلو واټه سولری سیستم له بیټرۍ سره.
- د هالنډ کمیټه د افغانستان لپاره (DCA) ته 40 کیلو واټه سیستم له بیټرۍ سره.
- افغان یونایتد بانک: 30 کیلو واټه سیټم له بیټرۍ سره.
- د اکبر مؤسسه: 15 کیلو واټه سیسټم، 20 کیلو واټه ساعت له بیټرۍ سره.