زموږ په اړه

سن‌ټیک دټکنالوژي خدماتي شرکت

روښانه کور، روښانه ژوند
۲۴ ساعته برېښنا د هر کور لپاره
له مناسبې بیې، اوږد مهاله تضمین او خدماتو سره

لرلید

د خلکو د اړتیاوو سره سم د ټکنالوژیکي حلونو مخکښ چمتو کونکي په توګه د «سن‌ټیک» تاسیسول.

ماموریت

د خلکو د غوره ژوند او د ټولنې د پرمختګ لپاره په مناسبه بیه د ښه ډیزاین شویو او پرمختللیو تخنیکي حلونو پراخه لړۍ رامنځ ته کول .

د کیفیت د تضمین اصول

د فعالیتونو ساحه

سن‌ټیک لمریزه انرژي

په مناسبه بیه هر کور، خصوصي سکتور شرکتونو او د دولتي ادارو لپاره د پاکې، دوام لرونکې او باوري انرژۍ د حل لارو پراختیا او برابرول.

سن‌ټیک اوبه

د ګرمو او پاکو اوبو رسولو لپاره د پرمختللې ټکنالوژي پراختیا او په مناسبه بیه د حلونو او خدماتو وړاندې کول.

سن‌ټیک کرنه

د سړو خونو لپاره د نوو ټیکنالوژیکو حلونو پراختیا او د کرنې په برخه کې له اوبو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه.

سن‌ټیک معلوماتي ټکنالوژۍ

د دولتی خدمتونو د لا اغېزناکو، مناسبو او رڼو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د پرمختللې معلوماتي ټکنالوژۍ د حلونو پراختیا او وړاندې کول.

په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ اوسنی وضعیت

سن‌ټیک په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د انقلاب پیل

ډاډمنه انرژي

سن‌ټیک په افغانستان کې لومړی شرکت دی چې د لمریزې انرژۍ پیاوړي او د لوړ کیفیت سیسټمونه وړاندې کوي چې د اوږد عمر لپاره ډیزاین او تولید شوي دي.

ځواکمنې حل لاري

سن‌ټیک په افغانستان کې لومړی شرکت دی چې د خپلو ټولو محصولاتو لپاره د ۱۰ کلونو تضمین او د پلور وروسته خدمتونه وړاندې کوی.

د پام وړ تخصص

سن‌ټیک په افغانستان کې لومړی شرکت دی چې د تجربه لرونکو مسلکیانو او کارپوهانو لخوا تاسیس شوی، څو د لمریزې انرژۍ باوري سیسټمونه په هر اندازه یا پیمانه چمتو کړی.

رښتینولي او روڼتیا

موږ به تل د خپلو محصولاتو د وړتیاو ، لګښتونو او مهالویشونو په اړه حقیقت ووایو. موږ به تل هغه څه ترسره کړو چې موږ یې ژمنه کوو.

په برېښنا بېلونو کې سپما

موږ به تاسو ته ۲۴ ساعته باوري لمریزه برېښنا چمتو کړو چې تر ۲۵ کلونو پورې به ستاسو د برېښنا په بېلونو کې لویه سپما راولي.