د زرنج مرکزی جومات کې د ۵۰ کیلوواټه سولری سیستم نصب او ګټې اخیستنې ته سپارل

د سنتک ټکنالوژۍ شرکت د نیمروز ولایت د زرنج ښار په مرکزی جومات کې یو ۵۰ کیلوواټه سولری سیستم په بریالیتوب سره نصب او د استفادې لپاره وسپاره.
دغه سیستم د دوامدارې او باوری برېښنا د تأمین لپاره طرحه شوی او له لوړ کیفیت وسایلو څخه جوړ شوی دی.
د سیستم اجزا:
-
🌞 سولر پینلونه: ۹۰ دانه، د هر یوه ظرفیت ۶۰۰ واټه
-
⚡ انورټر: یو درېفازه، د ۵۰ کیلوواټه ظرفیت سره
-
🔋 بطری: ټولیز ظرفیت ۵۷.۲ کیلوواټه