د افغانستان د معیاری لمریزې برېښنا په برخه کې د سنتیک شرکت بریالۍ پیل

د سنتیک (Santech) شرکت په 1403 کال د زمری په میاشت کې په عملی ډول خپل فعالیت پیل کړی او په خپل لومړی کال کې یې د کورونو، سوداګریزو او صنعتی سیمو لپاره د لمریزې برېښنا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لری.
تر اوسه، دغه شرکت په ټولیزه توګه د 4,5 میګاواټه ظرفیت په لرلو سره، د کورونو، سوداګریزو او صنعتی سیمو لپاره د 625 لمریزو سیستمونو په نصب او فعالولو کې بریالی شوی دی.
د نصب شویو سیستمونو جزئیات په لاندې ډول دی:
د کورونو سیستمونه (570 سیستمونه – 3.09 میګاواټه)
- 50 د 1.6 کیلوواټه لمریز سیستمونه (ټولیز ظرفیت: 80 کیلوواټه)
- 140 د 3 کیلوواټه لمریز سیستمونه (ټولیز ظرفیت: 420 کیلوواټه)
- 220 د 5 کیلوواټه لمریز سیستمونه (ټولیز ظرفیت: 1,100 کیلوواټه یا 1.1 میګاواټه)
- 55 د 8 کیلوواټه لمریز سیستمونه (ټولیز ظرفیت: 440 کیلوواټه)
- 105 د 10 کیلوواټه لمریز سیستمونه (ټولیز ظرفیت: 1,050 کیلوواټه یا 1.05 میګاواټه)
د سوداګریزو او صنعتی سیمو سیستمونه (55 سیستمونه – 1.44 میګاواټه)
- 11 د 12 کیلوواټه درې فازه هایبرېډ سیستمونه (ټولیز ظرفیت: 132 کیلوواټه)
- 29 د 15 کیلوواټه درې فازه هایبرېډ سیستمونه (ټولیز ظرفیت: 435 کیلوواټه)
- 2 د 20 کیلوواټه درې فازه هایبرېډ سیستمونه (ټولیز ظرفیت: 40 کیلوواټه)
- 10 د 50 کیلوواټه درې فازه هایبرېډ سیستمونه (ټولیز ظرفیت: 500 کیلوواټه)
- 3 د 110 کیلوواټه درې فازه انګرېډ سیستمونه (ټولیز ظرفیت: 330 کیلوواټه)
دا لاسته راوړنې په ټوله افغانستان کې د پاکې انرژۍ پراختیا، له دودیزې برېښنا څخه د وابستګۍ کمولو، او کورونو، سوداګریزو او صنعتی برخو ته د باوری انرژۍ برابرولو په برخه کې د سنتیک شرکت ژمنتیا ښیی.
د سنتیک شرکت د خلکو له باور څخه صمیمانه مننه کوی او په دې باور دی چې دا باور د راتلونکی پرمختګ او غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره تر ټولو لویه انګېزه ده.