سن تیک شرکت د جلالاباد ښار په ګلشن ایسکریم فابریکه کې د ۲۰۰ کیلوواټه سولری بریښنا د نصب کار پیل کړ.

د سن تیک شرکت د ګلشن ایسکریم فابریکې لپاره د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا د نصب چارې پیل کړې. د دغه پروژې په لومړی فاز کې ۱۰۹ کیلوواټه لمریز سیستم نصبیږی چې پکې ۱۸۰ دانه ۶۰۵ واټه لمریز پلېټونه، دوه دانه ۵۰ کیلوواټه سولیس هایبریډ انورترونه او ۱۰۰ کیلوواټه ساعته لیتیم بټرۍ شاملې دی.
یاد سیستم به ډېر ژر بشپړ او د فابریکې کاروونې ته وسپارل شی. د دغه پروژې په بشپړېدو سره به د ګلشن ایسکریم فابریکه د برېښنا د یوه باثباته او دوامداره سرچینې لرونکې شی، چې د تولیدی چارو په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوی.


