د سنتېک او سنسکای ترمنځ د ۱.۵ مېګاواټه لمریز برېښنا د تړون لاسلیک

شرکت سنتېک ویاړ لری چې نن یې له سنسکای شرکت سره د ۱.۵ مېګاواټه لمریز برېښنا د تطبیق تړون لاسلیک کړ.
د دغه تړون له مخې، سنتېک شرکت به د خیرخواه نوی مارکېټ لپاره، چې د کابل ښار د نادر پښتون په سړک کې موقعیت لری، ۱.۵ مېګاواټه لمریز برېښنا سیستم نصب او فعال کړی.
په دې پروژه کې د شپې د برېښنا د برابرولو لپاره ۴ مېګاواټه لېتیم بیټرۍ سیستم هم شامل دی.
د سنتېک شرکت مشرتابه د سنسکای شرکت د رهبری د باور او اعتماد څخه مننه کوی او ژمنه کوی چې دا پروژه به په ټاکلی وخت او د لوړ کیفیت سره بشپړه کړی.
