انصاری څلورلاری، لومړی سرک، مدینه پلازا، شهرنو، کابل - افغانستان

  +93 (0) 74 484 6622

د سن‌تیک شرکت او افغان پوست ترمنځ د لمریزې برېښنا د تأمین تړون لاسلیک

سن‌تیک شرکت په ویاړ سره اعلان کوی چې د افغان پوست شرکت سره د نوی لاسلیک شوی تړون له مخې، د ۵ کیلوواټه ظرفیت لرونکی لمریز برېښنا تولید سیستمونه د ۵.۱۲ کیلوواټ ساعت ذخیره‌یی بټریو سره یوځای، د هېواد په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کې د افغان پوست په ۳۴ نمایندګیو کې نصب او فعالېږی.

د دې پروژې موخه دا ده چې د افغان پوست دفترونو ته، چې دا مهال برېښنا ته محدود لاسرسی لری، دوامداره او باکیفیته برېښنا برابر شی. د دې تړون په عملی کېدو سره به په یادو دفترونو کې د پوستې خدمتونه په لا ښه کیفیت او ثبات سره وړاندې شی.

سن‌تیک شرکت ژمن دی چې دا پروژه د لوړ کیفیت معیارونو سره، د ټاکل شوی وخت په دننه کې، د باکیفیته تجهیزاتو او مسلکی تخنیکی ټیمونو په کارولو بشپړه کړی او د هېواد د پوستې زیربناوو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

©  د سایټ ټول حقونه د سن‌تیک ټیکنالوژۍ خدماتو شرکت پورې اړه لري. طراحی  Designing House