سنټیک دټکنالوژی خدماتی شرکت
معاصره ټکنالوژی دغوره ژوند له پاره
زموږ موخه داده چې په مناسبه بیه، د اوږدې مودې تضمین او له ۲۴/۷ خدماتو سره هر کور ته د برېښنا برابرولو لپاره د باور وړ حل لارې چمتو کړو.
تأسیس کال 2023

امیرزی "سنگین"
امیرزی سنګین د امیرګل ګلشاخیل زوی په ۱۹۴۹ میلادی کال د جون په شپږمه د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. سنګین لومړنۍ زده کړې په ارګون کې او ثانوی زده کړې یې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې کړې دی. هغه د افغانستان د مخابراتو د تربیوی مرکز TTC څخه فارغ شوی او د ۱۹۶۹ کال په اګست میاشت کې لندن ته ورسید، هلته یې شپږ کاله زده کړه وکړه، او د جنوبی لندن کالج څخه یې د الکترونیک او مخابراتو په برخه کې د انجینرۍ سند ترلاسه کړ.
د بنسټگر په اړه
- له لندن څخه په برېښنایی او مخابراتو چارو کې د انجینرۍ سند لرل
- د مخابراتو د روزنیز مرکز استاد او رئیس، کابل، ۱۹۷۵-۱۹۸۰
- د پاچا خالد نړیوال هوایی ډګرد مخابراتو پروژه، ریاض، سعودی عربستان، ۱۹۸۱-۱۹۸۴
- د سویډن ګرځنده شبکې پلان او ډیزاین ۱۹۸۵-۱۹۹۰
- د سویډن د مخابراتو ادارې په استازولۍ په لاتویا ، استونیا ، هنګری ، روسیه ، ایټالیا او هند کې د ګرځنده خدمتونو د جوازونو تر لاسه کول او د شرکتونو تاسیس ۱۹۹۰ - ۲۰۰۰
- د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیر، افغانستان ۲۰۰۴-۲۰۱۴ له لویو لاسته راوړنو سره
- په ۲۰۰۴ کال کې په افغانستان کې د افغان تیلی کام مخابراتی شرکت جوړول او په ۲۰۱۴ کال کې د سلام موبایل شبکې تاسیس
- د ۵ جوازونو په صادرولو سره د شرکتونو له لارې هر افغان ته د ګرځنده ټلیفون ورکړه
- د برېښنایی تذکرو د سیسټم جوړول او د هغه پر بنسټ نن هر افغان ته د برېښنایی تذکرو صادرېدل
- د نوری فایبرشبکې جوړول او د هغې له طریقه ټولو افغانانو ته د انټرنیټ خدمتونه برابرول
- د «زه او مخابرات» کتاب لیکوال، چې افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ پرمختګ کې د لیکوال ونډه او تجربې په ډاګه کوی
لیدلوری
سنتیک د تکنالوژۍ په برخه کې د یوې مخکښې او نوښتګرې کمپنۍ په توګه تأسیس شوې، څو د خلکو د واقعی اړتیاوو پر بنسټ، مسلکی او اغېزناکې تخنیکی حللارې وړاندې کړی.
ماموریت
زمونږ موخه داده چې لوړ باور لرونکې، غوره ډیزاین، او مناسب قیمت سره تخنیکی پرمختللې حللارې په پراخ ډول وړاندې کړو، څو د خلکو د ژوند کیفیت لوړ شی او د ټولنې د پرمختګ او پراختیا لپاره دوام لرونکې اسانتیاوې رامنځته شی.
د فعالیتونو ساحه
سنټیک سولر
د پاکې انرژۍ د حللارو پراختیا او وړاندې کول، څو د کورونو، خصوصی سکتور شرکتونو او دولتی ادارو لپاره باوری او دوام لرونکې انرژۍ تامین کړی.
سنټیک اوبه
د پرمختللې ټیکنالوژۍ د حل لارو پراختیا، تر څو هر کور ته د ګرمو او پاکو اوبو خدمات له مناسبې بیې سره وړاندې کړی.
سنټیک زراعت
د نوې ټکنالوژۍ د حللارو پراختیا د سړخونو (سردخانو) او د اوبو د اغېزناکې کارونې لپاره د کرنې په سکتور کې خدمات وړاندې کول.
سنټیک ټکنالوژی
د معلوماتی او مخابراتی ټیکنالوژۍ د پرمختللو حللارو او خدماتو پراختیا، تر څو دولتی خدمات په اغېزناکه، اسانه او رڼه توګه وړاندې شی.
د کیفیت د تضمین اصول
- سن تیک ژمن دی چې په مارکیټ کې د یو اوږد مهاله او تلپاتې استازی په توګه خپل رول ترسره کړی.
- ټول سیسټمونه، حل لارې او خدمات د لوړ کیفیت او نړیوالو معیارونو تضمین لری.
- ټول سیسټمونه او خدمات مو د اوږد مهاله ګارنتۍ (ورانټی) سره وړاندې کېږی.
- موږ خپلو ټولو پیرودونکو ته 24/7 متداوم ملاتړخدمات وړاندې کوو.